پاڼه بنده کړه

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څه مرسته کولای شي؟

یوې ښځې ماشوم په غېږ کې نیولی دی. دوی د یوې کړکۍ مخې ته ولاړ دي چې سپینې پردې لري، او د لمر رڼا په ښه توګه له کړکۍ څخه دننه راځي.

څوک د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې څخه مرسته ترلاسه کولای شي؟

که ستا په کور کې حالت ښه نه وي، یا داسې څوک پېژنې چې په کور کې یې حالت ښه نه وي، کولی شې د
د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره په ټوله ناروې کې شته. دا اداره له ماشومانو، ځوانانو او کورنیو سره د ستونزو او سختو حالاتو پر مهال مرسته او ملاتړ کوي.
.
ډېر کسان د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې مرستې ته اړتیا پیدا کوي. د دې بېلابېل لاملونه کېدای شي، لکه:
  • مور او پلار ته د خپل ماشوم پالنه ستونزمنه وي: کېدای شي مور او پلار ښه حالت و نه لري، ناروغ وي، په کور کې ډېرې شخړې وي، الکول څښي یا نشه‌يي توکي کاروي.
  • ماشوم یا د کورنۍ بل غړی وهل کېږي، یا د وهلو ګواښ ورته کېږي: تاوتریخوالی د قانون له مخې منع دی. په داسې حالت کې ماشوم مرستې ته اړتیا لري، ترڅو تاوتریخوالی ودرول شي.
  • له ماشوم څخه جنسي ناوړه ګټه اخیستل کېږي: دا د قانون له مخې منع دي. ماشوم مرستې او خوندیتوب ته اړتیا لري، ترڅو دا ناوړه چلند ودرول شي.
  • مور او پلار ډېری وخت ماشوم ته بدې او ځوروونکې خبرې کوي: دا خبرې کېدای شي ماشوم خپه، وېرېدلی یا ځان بې ارزښته احساس کړي. دې ته رواني تاوتریخوالی ویل کېدای شي، او ماشوم مرستې ته اړتیا لري ترڅو دا ډول چلند ودرول شي.
  • ماشوم داسې کارونه کوي چې خپل ځان او نورو ته زیان رسولی شي: د بېلګې په توګه، کېدای شي ماشوم ځان ته زیان ورسوي، ډېر غوسه وي یا ډېر خپه وي.
  • ماشوم غیرقانوني کارونه کوي: د بېلګې په توګه، غلا کوي، تاوتریخوالی کوي یا نشه‌يي توکي پلوري.
  • ماشوم احساس کوي چې ورسره ناعادلانه چلند کېږي یا ډېر محدودیتونه پرې لګول شوي دي: کېدای شي ماشوم ته اجازه نه ورکول کېږي چې له هغه چا سره مینه یا اړیکه ولري چې خپله یې غواړي، یا داسې کارونو ته اړ ایستل کېږي چې نه یې غواړي. ماشوم کېدای شي د خپلې کورنۍ له خوا د ګواښ یا وېرې احساس هم وکړي.
دا یوازې څو بېلګې دي. نور لاملونه هم کېدای شي چې له امله یې یو ماشوم، ځوان یا کورنۍ مرستې ته اړتیا ولري.
درې لویان او یوه ځوانه نجلۍ د یوه مېز شاوخوا ناست دي. د نجلۍ مسئول کس (kontaktperson) د هغې تر څنګ ناست دی، او مور او پلار یې د مېز بلې خوا ته ناست دي. داسې ښکاري چې نجلۍ له خپل مسئول کس سره خبرې کوي.

کوم ډول مرسته ترلاسه کولای شې؟

دا عامه ده چې کورنۍ د ماشومانو د خوندي ساتنې په اداره (Barnevernet) کې له یوه مسؤل کس سره خبرې کوي. دغه کس (د اړیکو مسئول) د کورنۍ خبرې اوري او هغوی ته مشورې ورکوي چې څه شی په بل ډول ترسره کېدای شي، ترڅو د کورنۍ وضعیت ښه شي.
یوه بالغه ښځه او یو مسئول کس (kontaktperson) ه دهلېز کې ولاړه دي. داسې ښکاري چې دوی یوې ناستې ته روان دي.
کله ناکله مور او پلار مرستې ته اړتیا لري، ترڅو د کورنۍ د ټولو غړو حالت ښه شي. د بېلګې په توګه، هغوی کولی شي د الکولو څښلو د پرېښودو لپاره مرسته ترلاسه کړي، یا دا زده کړي چې څنګه خپلې پیسې پر مهمو او اړینو شیانو ولګوي.
که په کور کې ډېرې شخړې او جنجالونه وي، کورنۍ د دې ستونزو د حل لپاره هم مرسته ترلاسه کولی شي. که مور یا پلار ناروغ وي، دا حالت د ماشوم لپاره ستونزمن کېدای شي. په داسې حالت کې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره (Barnevernet) کولی شي له مور او پلار سره مرسته وکړي پوه شي چې ماشوم څه ته اړتیا لري او دوی له کوم ځای څخه مرسته ترلاسه کولی شي.
یوه نجلۍ د ناستې په خونه کې د کړکۍ مخې ته ولاړه ده. هغه ځمکې ته ګوري او داسې ښکاري چې خپه ده.
ماشوم هم کولی شي مرسته ترلاسه کړي، ترڅو حالت یې ښه شي یا له خطرناکو او غیرقانوني کارونو څخه لاس واخلي. د بېلګې په توګه، ماشوم کولی شي د ماشومانو د خوندي ساتنې په اداره (Barnevernet) کې له یوه کس سره خبرې وکړي. همدارنګه کولی شي یو ملاتړي کس
دا په دې معنا ده چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره یو داسې لوی کس ټاکي چې د ماشوم د کورنۍ غړی نه وي او له ماشوم سره اضافي مرسته کوي. ډېری وخت دغه کس له ماشوم سره بېلابېل فعالیتونه کوي. د بېلګې په توګه، یو ځای کافې یا سینما ته ځي، یا باولینګ کوي. که ستا عمر ۱۵ کاله یا تر دې زیات وي، ته او ستا مور او پلار کولی شئ په دې اړه پرېکړه وکړئ چې ته ملاتړی کس (støttekontakt) ولرې که نه.
هم ورسره د مرسته کولی شي.
د ځینو ماشومانو لپاره حالت هغه وخت ښه کېږي چې د یوې مودې لپاره له خپل کور څخه په بل ځای کې ژوند وکړي. په داسې حالت کې ماشوم کولی شي رضاعي کور (fosterhjem) یا د ماشومانو د پاملرنې ادارې (institusjon) ته ولېږدول شي.
کله چې ماشوم له خپل کور څخه بل ځای ته ولېږدول شي، مور او پلار یې هم مرستې او ملاتړ ته اړتیا لرلی شي، ترڅو د هغوی وضعیت ښه شي. که وضعیت په کافي اندازه ښه شي، ماشوم کولی شي بېرته خپل کور ته ستون شي.
دلته کولی شې له خپل کور څخه د بل ځای ته لېږدېدو په اړه نور معلومات ولولې.
شاته پر دېوال ګرافیټي ښکاري او مخې ته یې  یو متن دی چې پکې لیکل شوي: که ته په خطر کې یې او مرستې ته اړتیا لرې، کولی شې پولیسو ته په 112 شمېره زنګ ووهې.

ایا زه باید د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه ونیسم؟

له داسې یوه بالغ کس سره خبرې وکړه چې باور پرې لرې. بیا کولی شئ په ګډه معلومه کړئ چې ایا د ماشومانو د ساتنې له ادارې (Barnevernet) سره اړیکه نیولو ته اړتیا لرئ که نه. همدارنګه، کولی شې د ماشومانو او ځوانانو د بېړنۍ مرستې شمېرې (Alarmtelefonen) 116 111 ته زنګ ووهې، یا د Alarmtelefonen له لارې په انټرنېټ کې پر www.116111.no چټ وکړې.
د ماشومانو او ځوانانو د بېړنۍ مرستې تلیفون د ورځې او شپې ۲۴ ساعته پرانیستی دی.
یو لوی کس او یو ماشوم په ښوونځي کې د څو الماریو مخې ته ولاړ دي. دوی یو بل ته ګوري.
ته کولی شې په ښوونځي یا د ځوانانو په کلب کې هم له یوه لوی کس سره خبرې وکړې. خو که ستا عمر له ۱۸ کلونو کم وي او هغه لوی کس چې ته ورسره خبرې کوې ستا په اړه جدي اندېښنه ولري، کېدای شي د قانون له مخې اړ وي چې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته
په قانون کې دې ته د ماشومانو د ساتنې ادارې (Barnevernet) ته خبر ورکول ویل کېږي، خو ډېری خلک ورته د اندېښنې راپور (bekymringsmelding) وايي. ته کولی شې د «کله چې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته د اندېښنې راپور ورسېږي، څه پېښېږي؟» په نوم ویډیو وګورې.او په دې اړه نور معلومات ولولې چې د اندېښنې راپور (bekymringsmelding) څه شی دی.
. دا په قانون کې لیکل شوي دي.
یوه ځوانه نجلۍ د کمپیوټر مخې ته د یوه مېز تر څنګ ناسته ده. پر مېز ګلان ایښودل شوي دي.
ته هر وخت کولی شې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه ونیسې، پوښتنې ترې وکړې یا مرسته ترې وغواړې. په پیل کې اړتیا
اړتیا نشته چې ووایې ته څوک یې. په دې صورت کې ستا هویت پټ پاتې کېږي. خو که خپل نوم ووایې، یا ستا نوم په برېښنالیک کې ښکاره وي، نو بیا ستا هویت پټ نه پاتې کېږي.
.
که ته یا ستا کورنۍ د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې څخه مرسته
د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې څخه مرسته غوښتل په دې معنا دي چې ماشوم یا مور او پلار په خپله له دې ادارې سره اړیکه نیسي او د مرستې غوښتنه ترې کوي.
، نو دا اداره باید یوه څېړنه پیل کړي، ترڅو دا معلومه کړي چې له تا او ستا له کورنۍ سره څه ډول مرسته کولی شي.
یو لوی کس د یوه ماشوم تر څنګ ولاړ دی. ماشوم موسکا کوي او لوی کس ته پورته ګوري. دوی په یوه خونه کې ولاړ دي او شاته یې شنه بوټي ښکاري.
ته کولی شې خپله د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه ونیسې. همدارنګه، کولی شې له خپل مور یا پلار، یا له بل داسې کس سره یو ځای اړیکه ونیسې چې باور پرې لرې.
تل اسانه نه وي چې پوه شې چې څنګه د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه ونیسې. د خپلې ناحیې (bydel) یا ښاروالۍ (کمون) شمېرې ته زنګ ووهه او ورته ووایه چې غواړې چې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره خبرې وکړې. همدارنګه، کولی شې د خپلې ناحیې یا ښاروالۍ په وېبپاڼه کې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره ولټوې. ته کولی شې له داسې یوه لوی کس څخه هم مرسته وغواړې چې باور پرې لرې او ځان ورسره خوندي احساسوې. ته هر وخت کولی شې د ماشومانو او ځوانانو د بېړنۍ مرستې شمېرې (Alarmtelefonen) 116111 ته زنګ ووهې.
یو هلک پر سړک روان دی. هغه موسیقي اوري او خپل موبایل ته ګوري.

آیا د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره د ماشوم له مور او پلار سره اړیکه نیسي؟

که ستا عمر له ۱۸ کلونو کم وي، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره (Barnevernet) معمولاً باید ستا مور او پلار یا سرپرستان خبر کړي چې تاسو د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره خبرې کړې دي او د څه شي په اړه مو خبرې کړې دي. که ته وېرېږې چې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره ستا د خبرو له امله به ستا مور او پلار ته څه پېښ شي، نو مهمه ده چې دا خبره د ماشومانو د ساتنې ادارې ته ووایې. که موضوع جدي وي، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره کولی شي په بېلابېلو لارو ستا ساتنه وکړي.
یو هلک بهر ولاړ دی او  یو دېوال ته یې تکیه کړې ده. هغه موسیقي اوري او خپل موبایل ته ګوري.
که ستا عمر له ۱۸ کلونو زیات وي، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره به ستا مور او پلار ته نه وايي چې ته له دوی سره خبرې کوې یا د څه شي په اړه خبرې کوې، مګر دا چې ته خپله وغواړې.