باید دا ډاډمنه کړي چې ته هغه معلومات ترلاسه کوې چې ستا لپاره مهم دي. که په کوم څه نه پوهېږې، کولای شې و یې وایې او پوښتنه وکړې. .

له ناستې مخکې
که ته له ناروېژي پرته په بله ژبه خبرې کوې، یو ژباړونکی (ترجمان) درسره مرسته کولی شي. له ناستې مخکې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته ووایه چې ژباړن ته اړتیا لرې!

ته کولی شې له ځان سره یو څوک ناستې ته بوځې. د بېلګې په توګه، خپل مور یا پلار، یو داسې لوی کس چې باور پرې لرې، یو ملګری، ورور یا خور له ځان سره بوځې.
د هغو پوښتنو بېلګې چې ته یې کولی شې
- ولې باید د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره ووینم؟
- آیا زه باید ناستې ته راشم؟
- له چا سره به وینم؟
- آیا په ناسته کې به نور څوک هم وي؟
- د څه شي په اړه به خبرې کوو؟
- د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څه ډول مرسته کولای شي؟
ښه ده چې له ناستې مخکې دا پوښتنې له خپل مسئول کس (د قضیې مسئول) څخه وکړې، یا له بل چا وغواړې چې ستا لپاره دا پوښتنې وکړي.

په ناسته کې
ته هر وخت کولی شې پوښتنې وکړې. که په کوم څه نه پوهېږې، پوښتنه وکړه.

ته خپله پرېکړه کوې چې څه ویل غواړې او کومو پوښتنو ته ځواب ورکول غواړې. که وغواړې، کولی شې هېڅ خبرې ونه کړې او یوازې غوږ ونیسې.
د هغو پوښتنو بېلګې چې ته یې کولی شې
- له ما سره به څه کېږي؟
- څوک به زما له خبرو خبرېږي؟
- په اصل کې څه پرېکړه شوې ده؟
دا ښه ده چې په ناسته کې له خپل مسؤل کس څخه پوښتنې وکړې.

د ناستې په پای کې
تته کولی شې له خپل مسئول کس څخه وغواړې چې د ناستې خبرې درته لنډې کړي او درته ووایي چې وروسته به څه کېږي. تاسو کولی شئ په دې اړه هم خبرې وکړئ چې په ناسته کې ویل شوي معلومات به له چا سره او څنګه شریکېږي.
کله ناکله کېدای شي ځینې معلومات ستا له مور او پلار سره شریک نه شي. دا هغه وخت کېدای شي چې ستا مسئول کس فکر وکړي که دا معلومات سمدستي ستا مور او پلار ته ورکړل شي، نو ښايي ته له خطر سره مخ شې.

که په ناسته کې په کوم څه پوه نه شوې، هر وخت کولی شې له ناستې وروسته له خپل مسئول کس سره اړیکه ونیسې او پوښتنه ترې وکړې.

ته حق لرې هغه څه ولولې چې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ستا په اړه لیکلي دي. هغه کسان چې په قضیه کې رسمي اړخ وي، چې ډېری وخت ستا مور او پلار وي، معمولاً کولی شي هغه څه هم ولولي چې په ناسته کې ویل شوي دي.
ستا مسئول کس کولی شي درته ووایي چې دا معلومات باید ستا مور او پلار ته ورکړل شي که نه.
د هغو پوښتنو بېلګې چې ته یې کولی شې
- ایا موږ به بیا سره ووینو؟
- په راتلونکې ناسته کې به له چا سره وینم؟
- د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره به اوس څه کوي؟
- ایا موږ کولی شو د تلیفوني پیغام (SMS) له لارې اړیکه ونیسو؟
- له نورو کومو لارو اړیکه نیولای شو؟
- ایا تاسو کولی شئ زموږ د راتلونکې لیدنې په اړه ماته یو پیغام راولېږئ او را په یاد یې کړئ؟
ته کولی شې له ناستې وروسته هم له خپل مسئول کس څخه پوښتنې وکړې
په ناسته کې دې څنګه احساس کاوه؟
پر هغه احساس کلیک وکړه چې ښيي ته څنګه احساس کوې، ترڅو لارښوونې ترلاسه کړې چې څه کولی شې
ستا ځواب به نه ساتل کېږي او نه د ماشومانو د ساتنې ادارې یا بل چا ته لېږل کېږي.
انفرادي پلان
انفرادي پلان د هغو کسانو لپاره دی چې د اوږدې مودې لپاره د څو بېلابېلو ادارو او خدمتونو مرستې ته اړتیا لري. کېدای شي ته په کور، ښوونځي یا د ژوند په نورو برخو کې مرستې او ځانګړو اسانتیاوو ته اړتیا ولرې. هغه کسان چې له تا سره مرسته کوي، په ناستو کې سره راټولېږي او خبرې کوي چې څنګه کولی شي له تا سره په ښه توګه مرسته وکړي او هر کس به څه وکړي. کېدای شي ته هم د خپل انفرادي پلان په اړه د خبرو لپاره یوې ناستې ته وبلل شې. ته خپله هم کولی شې وغواړې چې په ناسته کې ګډون وکړې.
د انفرادي پلان په اړه په ناسته کې کېدای شي څو داسې کسان ګډون وکړي چې ستا لپاره مهم دي:
- که ستا عمر له ۱۸ کلونو کم وي، ستا مور او پلار
- د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې یو کارکوونکی
- د روغتیايي خدمتونو یو کس، لکه د ماشومانو او ځوانانو د رواني روغتیا له پولیکلینیک (BUP) څخه یو ارواپوه
- د ښوونځي یو کارکوونکی
- که ته وغواړې، کولی شې بل داسې کس هم له ځان سره ناستې ته راوبلې چې باور پرې لرې.
دا مهمه ده چې ته په پرېکړو کې د ګډون او خپل نظر ویلو حق ولرې. په پلان کې باید روښانه شي چې ته به څنګه په پرېکړو کې ګډون کوې او خپل نظر به څنګه وایې.